په افغانستان کې د ښځو او نارینو ترمنځ نابرابری
په افغانستان کې ځیني داسې عوامل دی چي د ښځو او نارینو ترمنځ په هره برخه کې د نابرابری سبب ګړځېدلي .لکه:جنسی،تاریخي،ټولنیز، دینی،فرهنګی او اقتصادی عوامل چې ځینې یې تشریح کېږي.
۱-جنسیتی :
د ښځو د محرومیت باندې بحث ډېر ستونزمن دي.ددی ډول بحثونو په لټون کې مختلفو عواملو سره مخ کېدو. د دغو عواملو د جملې نه،مهمترین عامل د ښځو او نارینو په منخ کې فزیکې نامتوازنوالی دي،له ډېرو مودو په تېريدو سره نارینو د خپل فزیکی توان په کار اخیستلو سره په کور او ټولنه کې ښځو باندې یو ډول روحی او رواني واک پیدا کړي چې ښځو د هغه رواني تسلط له امله په تدریجی ډول هر هغه قانون او مقررات چې نارینو ښځو باندې وضع کړي هغه منلي دي.
د ماښومانو ساتنه او اومیندوارې د ښځو په کور پاتې کېدو سبب شو. نارینو ته د
باندی په کار کولو سره (چې د دوی کار د کور ټول ضروریات برابرول وو) دا
زمینه برابره شوه ټولنه لوري ته روانه شي. او همدا د نارینو قوانین وو چې ښځو په کور پاته کړه، دنارینو د واکمن کېدو سبب شو او جنسي نابرابری رامنځ ته شو چې له ډېرو وختونو راهيسې دوام لري. ښځه ته دا موقع نه برابرېږي چې د کور د باندی کار وکړي.د همدي جنسي نابرابری له امله ډيرې ښځو په کورو کې دې،یوازي او يوازي د کور په کارونو کې بوختي وي.او ټولنه د سړی پالونکی په لور روانه شو.
۲-فرهنګ:
که چېرته فرهنګ عبارت د عقاید ،رسم و رواج،عمومی رفتار،ادبیات، هنر،ژبه او ټول رفتار چې وګري په اجتماع کې کوي وګنو،نو په ټولو برخو کې د ښځو او نارینه ترمنځ نابرابری په څرګنده ټوګه شتون لري او دا نابرابری نه پریږدي چې علمی سطحه او فرهنګ په اصلی او اساسی شکل یې رشد او پیشرفت وکري.
زموږ بحث پر دې دی چې په افغانۍ ټولنه کې ښځو په خپل کور کې لږ محدودیتونه لري خو د دوی محدودیتونه د واده کولو وروسته د دوی محدودیتونه زیاتیږي ،د ښځې جایګاه تغییر کوي، خلک او د ناوې کورنۍ د ناوې څخه دا توقع لری چې باید د وادې وروسته ښځه آرام وي د کور په بهر کې کار ونه کړي او د کور په کارونو کې باید بوخت شي. دا ټول محدودیتونه د دی سبب کیږي
چې ښځې یو ډول تړلي وساتل شي چې دا کار خپله یو دول جنسي نابرابری ده.همدا ډول نورو فرهنګی عوامل شته چې په افغانۍ ټولنه کې ورته د ښي فرهنګ په څیر کتل کېږي خو په اصل کې موږ نشو ویلاي چې دا یوه ښه فرهنګ ده، ځکه چې په پخوا زمانو کې ځيني داسې بی سواده خلک د خپل تیاره فکر سره ځينی داسی کارونه رواج کړل چې اوس ورته فرهنګ وایی خو په اصل کې نشو ویلای چې دا زموږ فرهنګ ده. ځکه چي پخوا افغانۍ ښځۍ د نارینو په شان،په ټولنه کې په هر برخه کي اشتراک درلود د نارینو په شان کار کول،خو کله چې بهرنۍ يرغلو افغانستان ته ورغۍ د خلکو په منځ ډیر تبلیغ وکړ چې د ډېرو تبلیغاتو په اساس وتوانیدو چې د خلکو په فکر تغییر راوړي او نارینو په خپل ښځو محدودیتونه وضع کري چې د دی یو مثال د ښځو څادري اغوستل دی.
پخوا ښځو څادري(برقه) نه اغوستلي خو د افغانستان دښمنان چې نارینو تحریک وکړ چې باید خپلو ښځو ته محدودیتونه وضع کري،نارینو هم همدا کار وکړ چې دا کار افغانان د فرهنګي له لحاظ ډير زیانمن کړ.ښځو ته محدودیت وضع کول یوازی او یوازی د افغانستان د سیاسی دښمنان په نفع وو او افغانان ته هیڅ ډول ګته نه لړله. دا ټول محدودیتونه د افغانانو په زیان تمام شو او په ټولنه کې د فرهنګی له لحاظه جنسی نابرابری رامنځ ته کړ.
۳-دین او مذهب:
د دیني عقایدو څخه سنتی او غیر علمی برداشت د دی باعث شوي چې خلک
"سري پالونکي"خوا ته روانه شي.خو په اصل اسلام ځانګري حقوق ښځو ته ورکړي ده چې د دوي په نفع دي خو خلک چې د د ین څخه سمه برداشت نه لری او د نورو کسانو په خبرو سره هر ډول کارونه کوي چې د دوی کارونو بعضا د ښځو د کار کولو په محدودیدو لامل ګرځي او د ښځو او نارینو د نابرابری سبب ګرځي.
۴-اقتصاد:
د ښځو د کور په پاتې کېدو سره د کوړنۍ ټول اقتصادی مسولیت نارینو ته سپاړل شوي چې په دی اساس هم نارینو ته کار ډیره سخته شوي او هم د ښځو د کم کاری سبب شوي ده.د ښځو د کور په پاتې کېدو سره، د ښځو او نارینو ترمنځ نابرابری رامنځ ته شوي.
د افغانستان په اساسي قانون کې د ښځو د ټولنیزاو اقتصادی کار او د زده کري حق تثبیت شوي دي او قانون ښځو ته دا زمینه برابره کړي چې په دولتي او شخصی ادارو کې کار وکړي او دا قوانین دینی عالمان هم قبول کړي.
د تاریخ په اوږدو کې ډېري ښځې د دی نابرابریو په وراندي مبارزه کړي خو بیا هم په افغانستان کې د نابرابری نه ده خلاصه شوي.د ۱۵۱ هیوادونو تر منځ افغانستان یوسلو پنځوسم هیواد په جنسی نابرابری کې دې. یوازي ښځې کولاي شي چې د دی نابرابریو په وړاندي مبارزه وکړي.
د ۲۰۰۱کال څخه تر اوسه د جامعه ملل له خوا ځیني درسي کورسونه لکه د سواد آموزې برنامې ښځو ته پیل شوي، همدارنګه ښځو ته د کار زمینه په ملکي او اداری دفترونو کې برابره کړي.اوس ځیني ډېري ښځي با سواده شوي او په هره برخه کې د نارینو په شان کار ته پیل کړي ترسو چې دغه جنسي نابرابري زموږ په ټولنه کې له منځه ولارشي او موږ ټول سره برابر د خپل هیواد په پرمختګ کې ونده واخلو تر سو زموږ هیواد د پرمختللو هیوادونو په څیر تل د پرمختګ په لور روان شي.